دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۶ طالبان وژل شوي

افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو سل او شپږ ویشت طالبان وژلي او د دوی یو اتیا کسان یې ټپیان کړي دي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلې دي چې دا طالبان په ننګرهار، لوګر، پکتیا، زابل، بلخ، هلمند، نیمروز، تخار او کاپیسا کې وژل شوي او زخمیان شوي دي.

طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، حکومت دا توان نه لري چې په څلرویشت ساعتونو کې د دوی یو سل او شپږ دیرش وسله وال ووژني.

دا ادعاوې په داسې وخت کې کېږي چې د افغانستان د دولت جګ پوړی پلاوی په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له مشرانو سره د سولې په خبرو بوخت دی.