عراقچي: د رییسي تر لوړې دې اټمي مذاکرات وځنډول شي

د ایران د اټمي مذاکراتو مخکښ مرکچي عباس عراقچي

د ایران د اټمي مذاکراتو مخکښ مرکچي وايي، په ویانا کې د مذاکرو بل پړاو باید ترهغو وځنډول شي چې د ایران نوي منتخب ولسمشر، ابراهیم رئیسي د اګست په لومړیو کې لوړه نه وي کړي.

عباس عراقچي پرون په ټویټر کې ولیکل، موږ د انتقال په مرحله کې یو، ځکه زموږ په پلازمېنه کې د قدرت ډموکراتیک انتقال روان دی، نو د ویانا خبرې باید تر نوې ادارې پورې وځنډول شي.

د ایران د اټمي تړون په اړه خبرې د دې لپاره دي چې د ۲۰۱۵میلادي کال اټمي تړون بیا برحاله کړي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸میلادي کال کې له دغه تړونه د وتلو اعلان وکړ، خو د مذاکرو تر شپږو پړاوونو وروسته هم دغه مذاکرې له خنډونو سره مخامخې دي.