دفاع وزیر: افغان ځواکونه د مخالفانو ځپلو ته پیاوړې اراده لري

افغان ځواکونه د فراغت پر مهال

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر وایي، کمانډو ځواکونه به د وسله والو مخالفانو د تحرکاتو د شنډولو لپاره له هر ډول غوراوي کار واخلي.

بسم الله محمدي پرون د ځانګړو عملیاتو د قل اردو د افسرانو فراغت غونډې ته وویل، ځواکونه یې د مخالفانو ځپلو ته پیاوړې اراده لري: "ټول پر دې پوهېږي چې جګړه کې سیمې لاس په لاس کېږي، خو دا ټاکونکې نه وي. د افغانستان خلک پر تاسو باور لري، موږ په حقه یو. له هېواده دفاع زموږ وجیبه ده او تر وروستۍ شېبې د افغانستان د دښمانو پر ضد جګړه کوو."

تېره ورځ د ځانګړو عملیاتو ۱۳۵ تنه پرسونل له زده کړو فارغه شو چې ۲۰ یې مېرمنې وې.

دوی داسې مهال د جګړو لیکو ته ستنېږي چې طالبانو لسګونه ولسوالۍ لاندې کړي او لا هم د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.