سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې ولسمشر جو بایډن د روانې جولای میاشتې په ۲۶مه د عراق له صدر اعظم مصطفی الکاظمي سره په واشنګټن کې ګوري.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي، دا لیده کاته به د امریکا او عراق ستراتیژیکه همکارۍ په ډاګه کړي.
دې ویلي، بایډن تمه لري چې دې ملاقات کې له عراق سره د امنیتي اړیکو پر پیاوړتیا له هغې ډلې د دې ډاډ په اړه خبرې وکړي چې د اسلامي دولت ډلې/ داعش هلته ماتې خوړلې ده.
داسې اټکل کېږي چې د عراق صدر اعظم غواړي له خپله هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو مهال ویش ځانګړی کړي.
عراق کې دا مهال ۳۵۰۰ نړیوال ځواکونه مېشت دي چې دوی کې دوه نیم زره امریکایان دي.
دا ځواکونه ۲۰۱۴ میلادي کال کې د داعش د ځپلو په هدف عراق ته واستول شول.