کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون

آرشیف،د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون

ټاکل شوې چې نن شنبه (د چنګاښ ۲۶مه) په کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شي.

د لاسي صنایعو د دغه د نندارتون مسولې مرضیې حافظي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا نندارتون د افغان ښځو له کار او د افغانستان له محصولاتو د ملاتړ په هدف جوړېږي.

د نوموړې په وینا دغه نندارتون چې نن دوه بجې به د کابل په شهرنو کې پرانستل کې شي، د سهار له نهو بجو د ماخستن تر لسو بجو د دوو ورځو لپاره د نندارچیانو پرمخ پرایستی وي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په پکتیکا ولایت کې هم ورته ننداراتون جوړ شوی و.