د رادار دستګاه د وسایلو لومړۍ بسته له فرانسې افغانستان ته ورسېده

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د رادار دستګاه د وسایلو لومړۍ بسته له فرانسې افغانستان ته ورسېده.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان د مستقلو رادارونو د لګولو قرارداد چې ارزښت یې ۱۱۲ میلیونه یورو ته رسېږي، د فرانسې له تاس شرکت سره لاسلیک شوی دی.

د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د افغانستان دغه مستقل رادارونه د هېواد په ۱۲ سیمو کې لګول کېږي چې هم به د افغانستان د هوايي حریم د کنټرول او هم د افغانستان د فضا د اغېزناکې څارنې زمینه برابروي.

د دې ادارې په وینا، د افغانستان د فضا کنټرول به اوس له صفره ۴۵زره فوټه ته لوړ شي.