قطر کې د مذاکراتي ډلو ترمنځ مذاکرې پیل شوې

ارشیف، قطر کې د طالبانو سیاسي استازي

په قطر کې د افغان دولت او وسله والو طالبانو د مذاکراتي ډلو ترمنځ مذاکرې پیل شوې.

په دغو خبرو کې د دولت د پلاوي مشري، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوي.

د دې شورا ویاند، فریدون خوځون نن ازادي راډیو ته وویل، د دولت پلاوي په دغو خبرو کې په قوي هوډ برخه لري: "اړتیا ده چې په دې ناسته کې پر ځینو اساسي موضوعاتو خبرې وشي. د افغانستان اسلامي جمهوریت سولې ته د رسېدو یوازنۍ لار مذاکرات بولي."

که څه هم په قطر کې د سولې خبرې په وروستیو میاشتو کې ټکنۍ شوې خو ورسره په افغانستان کې د جګړو شدت زیات شوی دی.