هشت صبح: د طالبانو په سیاسي دریځ کې چندانې بدلون نه تر سترګو کېږي

دوحه کې د طالبانو سیاسي استازي

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره قطر ته د افغان دولت د لوړپوړي پلاوی د سفر، د سولې په اړه د طالبانو د مشروطو وړاندیزونو او جګړې په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، افغان دولت تېره ورځ قطر ته له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره یو لوړ پوړی پلاوی واستاوه، په داسې حال کې چې د لیکوال په باور د طالبانو په سیاسي دریځ کې چندانې بدلون نه تر سترګو کېږي.

په سرمقاله کې راغلي، په قطر کې د طالبانو ناست پلاوي تازه د درې میاشتني اوربند او د اساسي قانون د نوې طرحې د جوړېدا لپاره د افغان دولت له پلاوي سره مشروطو مذاکراتو ته چمتوالی ښودلی.

ورځپاڼې لیکلي:

د اوربند لپاره د طالبانو شرط نوی نه دی، بلکې دغه شرط یې پخوا هم له افغان حکومت سره په خبرو کې مطرح کړی و او امریکا هڅه کړې وه چې د سولې په خبرو کې طالبان له هر ډول شرط تېر کړي، خو بریالۍ نه شوه.

د لیکوال په اند د طالبانو له خوا د اساسي قانون د طرحې وړاندیز په حقیقت کې د طالبانو یو انعطاف ښکاره کوي چې د سولې خبرې به ورسره چټکې شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي، قطرته د افغان دولت لوړپوړی پلاوی داسې مهال سفر کوي چې طالبانو ته د جوزجان او سپين بولدک په جګړو کې سخت مالي او ځاني زیانونه اوښتي چې ورسره طالبانو د یو اوربند وړاندیز کړی.

په سرمقاله کې یادونه شوې، طالبانو د اوربند وړاندیز د خپلو ۷ زره بندیانو د خلاصون او له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو د لېرې کېدو په شرط کړی دی.

لیکوال افغان دولت ته وړاندیز کړی چې د طالبانو لنډ مهالی مشروط اوربند ونه مني، ځکه په باور یې طالبان په تازه لاندې کړي ولسوالیو کې چې د خلکو له مقاومت سره مخ شوي، په دې توګه واک ټینګوي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، داسې باورنه شته چې طالبان به په جګړه کې سخته ماته وخوري او خلک هېڅکله هم چمتو نه دي چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې ژوند وکړي.

  • ماندګار

ماندګار ورځپاڼې لیکلي، په دې وروستیو کې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونه وتل چټک شوي، ورسره د طالبانو حملې هم چټکې شوي د طالبانو لاسته ځینې ولسوالۍ لوېدلي چې د لیکوال په باور دغه ولسوالۍ زیاتره له جګړې پرته سقوط شوي دي.

په سرمقاله کې راغلي، دا ښي چې په ځینو سیمو کې یو ډول د تسلیمۍ او معاملې خبره موجوده وه چې له دې سره طالبان د کابل، کندهار، بادغیس، تخار او غزني ښار تر ځنډو رسېدلي.

د لیکوال په اند دا پرمختګونه داسې مهال کېږي چې په قطر کې په بین الافغاني مذاکراتو کې د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا په سرلومړنۍ خبرې هم نه دي شوي.

په سرمقاله نیوکه شوې راغلي، د طالبانو پر وړاندې د افغان دولت سیاستونه سم نه و چې دغه مسالې طالبانو ته فرصت ورکړ چې په دې وروستیو کې په جګړه کې پرمختګونه وکړي او ځینې ولسوالۍ خپلې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و، د ځینې ولسوالیو مرکزونه یې امن ځای ته انتقال کړي چې دا د سقوط په معنی نه دی او د افغانستان ملي دفاع وزارت هم دا کار تاکتیکي شاتګ بللی دی.