د هالنډ یوې محکمې د سوریې یو وګړی د سوریې د یو دولتي سرتېري په اعدام او نورو جنګي جرایمو کې د ګډون په جرم په شل کاله بند محکوم کړ.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د محکمې د قاضیانو په حکم کې راغلي، مجرم احمد الخدر چې د ابو خدر په نامه هم پېژندل کېده د جبهه النصره په نوم د افراطي ډلې غړی و. دا ډله د سوریې د کورنۍ جګړې په لومړیو کې په دې هېواد کې د القاعده شبکې د یوې څانګې په نوم پېژندل کېده.
محکمې په خپل حکم کې ویلي دي چې د سوریې د یو ټپي شوي دولتي سرتېري د اعدام د صحنې په ویډیو کې د احمدالخدر اواز پېژندل کېږي. دا اسیر شوی ټپي سرتېری په ۲۰۱۲ میلادي کال کې اعدام شو.
د الخدر محاکمه د هالنډ د قضا له قوانینو سره سم ترسره شوه.
د هالنډ قوانین د هېواد محکمو ته صلاحیت ورکوي چې په جنګي او د بشريت پرضد په جرمونو تورن د نورو هېوادونو وګړي په هالنډ کې د استوګنې په صورت کې محاکمه کړي.