د روسیې یوې الوتکې د سایبریا هوايي ډګر کې بېړنۍ ناسته وکړه

د سایبریا هوايي ډګر کې هغه الوتکه چې بېړنۍ ناسته یې کړې عمله یې سپرلۍ ښکته کوي.

د روسیې یوه کوچنۍ مسافر وړونکې الوتکې چې اتلس سپرلۍ یې درلودې له یوې پېښې وروسته د سایبریا په هوايي ډګر کې بېړنۍ ناسته وکړه.

د راپورنو له مخې د دې الوتکې یوازې څو سپرلۍ برسېرن ټپیان شوي دي.

د سایبریا د تومسک سیمې والي دا پېښه یوه معجزه بللې ده.

د تومسک سیمه ییزو چارواکو، د بېړنیو حالاتو ادارې او د روسیې د هوايي ټرانسپورټ د ادارې چارواکو ویلي چې دا الوتکه پرون جمعه (د چنګاښ ۲۵مه) له نژدې دوه ساعته الوتنې وروسته لادرکه شوه.

د الوتکې اړوند سیلا Sila هوايي شرکت ویلي چې د الوتکې عمله او سپرلۍ ټول روغ رمټ دي.

رویټرز خبري آژانس د الوتکې د پیلوټ له قوله خبر ورکړی چې نوموړی وايي، له الوتنې څو شېبې وروسته د الوتکې دواړه انجنونه له کار وغورځېدل.

په هغو تصویریونو کې چې تاس خبري اژانس خپاره کړي دي، د دې الوتکې بدنه په یوه ځنګله کې داسې حال کې لیدل کېږي چې په بل مخ اوښتې ده.