له ۱۹ تنه سورلۍ سره یوه روسۍ لادرکه شوې الوتکه پیدا شوه

ارشیف، یوه روسۍ الوتکه

یوه روسۍ الوتکه چې له ۱۹ تنه سورلۍ سره لادرکه وه، پیدا شوې او راپورونه وايي تر اضطراري ناستې وروسته‌یې ټوله عمله او سورلۍ ژغورل شوې ده.

د سایبریا د تومسک چارواکو او د هوايي چلند فدرال ادارې یوه مقام نن ویلي چې الوتکه نن تر الوتنې لادرکه وه چې دوه ساعته وروسته بېرته پیدا شوه.

د سیلا په نوم هوايي کمپنۍ چې دغه الوتکه‌یې مربوط ده ویلي ټوله عمله او سورلۍ تومسک ښار ته نږدې له اظطراري ناستې وروسته ژغورل شوې ده.