د شبرغان ښار ورودي دروازې ته نږدې جګړه روانه ده

ارشیف، شبرغان ښار کې یو پولیس افسر

له جوزجان څخه د ازادي راډیو خبریال راپور ورکړی چې د شبرغان ښار ورودي دروازې ته نږدې جګړه روانه ده چې د درنو وسلو ډزې هم اورېدل کېږي.

د جوزجان امنیه قومانداني وايي، د طالبانو لاس ته د ښار د ورتلو خطر نه تر سترګو کېږي.

تر دې مخکې وسله‌والو طالبانو ادعا کړې وه چې دوی د شبرغان ښار دروازې ته رسېدلي دي.

خو د جوزجان د پنځم سمت امر نجیب نور دلاوري نن ازادي راډیو ته وویل، جدي خطر نه‌شته.

ښاغلی دلاوري زیاتوي: "خپلو ښاریانو ته ډاډ ورکوو چې هېڅ کومه خبره نه‌شته. امنیتي ځواکونه د هېواد او ناموس د دفاع لپاره چمتووالی لري. دښمن هېڅکله نه‌شي کولای شبرغان ښار ته ننوځي."

تر دې مخکې د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې وه چې د دوی له حملې سره جوخت امنیتي ځواکونه د هوايي ډګر خوا ته تښتېدلي دي.