د بلاروس امنیتي ځواکونو د ازادې اروپا/ ازادي رادیو خبریال نیولی

ارشیف

د بلاروس امنیتي ځواکونو د ازادې اروپا/ ازادي رادیو د خبریالانو په ګډون د څو ازادو خبریالانو پر کورونو او دفترونو چاپه واچوله.

عیني شاهدان وايي، پولیسو په پلازمېنه مېنسک کې د ازادي راډیو د دفتر دروازې هم نن ماتې کړي او وردننه شوي دي.

د بلاروس د خبریالانو ټولنې نن وویل چې یو وار بیا په ۱۹ مواردو کې پر خبریالانو حملې شوې دي.

راپورونه وايي، امنیتي ځواکونو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبریالانو اله اروژي لوویچ او ولیانستین ژدانکو کورونه تلاشي کړي او اروژي لوویچ یې له ځان سره بیولی دی.

دغه اقدام د خبریالانو د ټکولو یوه هڅه ګڼل شوې ده.

تر دې دوه ورځې مخکې په بلاروس کې د ۱۰ غیر دولتي بنسټونو کارکوونکي نیول شوي وو چې د بشري حقونو د ملاتړ ډلو پراخ انتقادونه‌یې پارولي وو.