د بامیان والي: سیغان او کهمرد ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو بېرته ونیول شوې

ارشیف، د بامیان ښار

د بامیان والي له وسله‌والو طالبانو د سیغان او کهمرد ولسواليو د بیا نیول کېدو خبر ورکړ.

محمد طاهر زهیر نن جمعه رسنیو ته وویل، دغه دوه ولسوالۍ د ولسي پاڅونوالو په مرسته بېرته ونیول شوې.

ښاغلی زهیر زیاتوي: "د خدای په لطف او مرسته او د اتلو ځواکونو د مېړانې له کبله په لنډه موده کې دواړه ولسوالۍ ازادې شوې. موږ د دغو ولسوالیو فتحه د دې ولسوالیو اوسېدونکو ته مبارک وایو."

د بامیان سیغان او کهمرد ولسوالۍ د تېرې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د امنیتي ځواکونو له شاتګ وروسته د وسله‌والو لاسته ورغلې.

وسله‌والو طالبانو د دې موضوع په اړه تبصره نه‌ده کړې.