جرمني کې د درنو سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۸۱ ته زیات شو

جرمني کې درانه سېلابونه

د جرمني په لوېدیځ کې د درنو سېلابونو له کبله د مړو شمېر لږترلږه ۸۱ ته زیات شو.

د جرمني «ARD» ټلوېزیوني شبکې نن ویلي چې دا په تېرو څو کلونو کې په جرمني کې په ډله‌ییز ډول د خلکو د مړینې تر ټولو لوړ شمېر دی.

د کولن په جنوبي ولسوالۍ اهر ویلر کې محلي چارواکو په فېس‌بوک کې ویلي چې تر ۱،۳۰۰ ډېر کسان تري تم دي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل پرون واشنګټن ته د سفر پر مهال د سېلابونو په باب خبرې وکړې: "په دغو ساعتونو کې سوله‌ییز ځایونه یوه غمیزه تجربه کوي چې کولای شو ووایو یوه غمیزه ده. درانه اورښتونه او د سېلابونو بهېدل کم اهمیته نه‌شو ګڼلی، دا یوه غمیزه ده."

درانه اورښتونه په سیمه کې د سیندونو د ډکېدو او د سیند غاړو د نړېدو سبب شول چې زیات استوګنځایونه‌یې زیانمن کړل او د سړکونو د ویجاړېدو سبب شول.

دغو سېلابونو ګڼ کسان له ښارګوټو او کلیو وتلو ته اړ کړل.