د افغانستان دفاع وزارت: د بامیان سیغان ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیول شوه

ارشیف، افغان ځواکونه

د افغانستان دفاع وزارت وايي د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو نیولې ده.

د دغه وزارت په یوه بیان کې راغلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو هلته په یو لړ عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله واړوله او ولسوالي یې بېرته ترې ونیوله.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د سیغان ولسوالۍ په اړه څه نه‌دي ویلي.

دفاع وزارت پرون هم د طالبانو له کنټروله د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ د ازادولو خبر ورکړی و.