ترینکوټ کې د ملي امنیت د یوه څارنوال د وژنې په تړاو 'څېړنې' پیل شوي

ارشیف، ارزګان کې د یوه وژل شوي کس مړی

د ارزګان والي وايي، په مرکز ترینکوټ کې د ملي امنیت د یوه څارنوال د وژنې په تړاو څېړنې پیل شوې دي.

محمد عمر شېرزاد پرون ناوخته رسنیو ته وویل څارنوال حبیب‌الله بادینزي پرون مازیګر د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا ووژل شو.

ښاغلی شېرزاد زیاتوي: "د کورني او بهرني امنیت څارنوالۍ د څېړنې څارنوال، د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا په بې‌غږه تفنګچه شهید کړای شوی دی. موضوع تر تعقیب او څېړنې لاندې ده."

د پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.