هند له افغانستان سره د یو نیم لک ټنه غنمو د مرستې ژمنه وکړه

ارشیف، وروستی ځل د هند له لوري افغانستان ته مرسته شوي غنم، ۲۰۲۰ کال د اپرېل ۱۳مه.

هندوستان له افغانستان سره د یو نیم لک ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې ده.

ارګ ماڼۍ لیکلي دا ژمنه افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس. جې شنکر په تاشکند کې ورکړې.

د ازبکستان پلازمېنه تاشکند به سبا د منځنۍ او جنوبي اسیا، سیمه‌ییز اتصال، فرصتونو او ننګونو په تړاو د یوه کنفرانس کوربه وي. د دغه کنفرانس په څنډه کې ولسمشر غني د سیمې او نړۍ له ګڼو نورو مشرانو او چارواکو سره هم لیدنې لري.

ارګ ماڼۍ د هند د بهرنیو چارو وزیر په حواله زیاته کړې چې هېواد يې په افغانستان کې د نظام د ملاتړ لپاره د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړتیا په برخه کې خپلې همکارۍ جاري ساتي.

اخوا د پاکستان په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړي استازي عمر داوودزي ازادي راډیو ته ویلي چې تمه ده سبا جمهور رئیس اشرف غني د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وګوري.

داوودزي ویلي په دې سفر کې به پاکستان ته د افغان لوړپوړو چارواکو د یوه پلان شوي سفر په اړه هم پرېکړه کېږي.