افغان جمهور رئیس په تاشکند کې د ازبکستان له جمهور رئیس سره ولیدل

افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني په تاشکند کې د ازبکستان له جمهور رئیس شوکت میر ضیایف سره د لیدنې پر مهال

افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن په تاشکند کې د ازبکستان له جمهور رئیس شوکت میر ضیایف سره کتلي دي.

افغان ولسمشر د مرکزي او جنوبي اسیا د سیمه‌ییز اتصال، فرصتونو او ننګونو په تړاو په یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی دی.

دی تاشکند ته په رسېدو غرمه مهال د ازبکستان له ولسمشر سره وو.

د دې لیدنې جزئیات لا نه‌دي رسنیز شوي.

په تاشکند کې جوړېدونکي کنفرانس ته د اروپایي ټولنې او امریکا په ګډون د ۴۰ هېوادونو او سازمانونو مشران او استازي ورځي.

دې غونډه کې پر اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي مسایلو سربېره د افغانستان او لوېدیځو هېوادونو د اړیکو پر راتلونکي هم بحث کېږي.