تاجکستاني چارواکي: تېرو دوو ورځو کې له افغانستانه ۳۴۷ قرغز توکمي راوښتي

تاجکستان ته تېره ورځ ځیني اوښتي افغان قرغز توکمي او د هغوی څاروي

د تاجکستان چارواکو ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان له واخانه ۳۴۷ قرغز توکمي وراوښتي دي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو تاجکي څانګې دا خبره د تاجکستان د سرحدي ځواکونو په حواله خپره کړې ده.

د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له‌خوا په دې تړاو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغو افغان اتباعو د طالبانو د بریدونو له وېرې تاجکستان ته پناه وروړې او تاجک پوله‌ساتو هم لار ورکړې ده.

دمګړۍ دغو افغانانو ته د تاجکستان په مرغاب سیمه کې ځای ورکړل شوی.

د تاجکستان پوله‌ساتو ځواکونو بیا ادعا کړې چې له دغو افغان پناه غوښتونکو نه‌یې درې نیم کیلوګرامه مخدره مواد هم کشف او ضبط کړي دي.

د راپورونو په اساس د دغو افغان قرغز توکمو دوه ماشومان د لارې په اوږدو کې مړه شوي دي.