بلوچستان کې یوې چاودنې دوه پاکستاني پوځیان وژلي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د بلوچستان په ساحلي ښار پسني کې یوې چاودنې دوه پاکستاني پوځیان وژلي دي.

پېښه نن پنجشنبه (د چنګاښ ۲۴مه) هغه وخت شوې چې د امنیتي سرتیرو یو موټر تېرېده.

په کوټه کې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې د وژل شوېو پوځیانو نومونه عفان مسعود او بابرزمان یاد کړي.

د بیان له مخې د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

چا تر اوسه د دې ماین چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.