افغان حکومت وايي، وسله والو طالبانو په ۱۱۶ ولسوالیو کې ۲۶۰ اداري ودانۍ له منځه وړي دي.
دا خبره د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون رییس او د سولې د مرکچي پلاوي غړي احمد نادر نادري نن پنجشنبه (د چنګاښ ۲۴مه) په کابل کې رسنیو ته وکړه.
هغه زیاته کړه: "۲۶۰ تعمیرونه د دغه هېواد د عام وګړي ملکیت دی. ویجاړ شوي، انفجار ورکړل شوی یا سوځول شوي. که دا وارزو چې څومره پیسې کېږي حد اقل پنځه سوه میلیونه ډالره د دې ارزښت دی."
ښاغلي نادري وویل چې په لسګونو ولسوالیو کې یا ټول یا لویه برخه وسایل له دفترونو او تعمیرونو لوټ شوي چې د ده په خبره مسوولیت یې د طالبانو په غاړه دی.
دغه افغان چارواکي همدا راز وویل چې په څو وروستیو اوونیو کې د جنګونو د زیاتېدو په خاطر ۱۳ میلیونه افغانان له عامه خدمتونو بې برخې شوي ځکه د ملکي خدمتونو ۴۰۰۰ مامورین له ولسوالیو او کارځایونو وتلو ته اړ شوي.
تازه د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د افغان چارواکو دا څرګندونې رد کړي.
هغه په خپل ټوېټر باندې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د دوی د جنګیالیو لهخوا په نیول شویو سیمو کې د بیتالمال یا د خلکو اموال نه لوټ شوي او نه زیان ور رسېدلی.