ولسمشراشرف غني د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې دی

جمهوررئیس غني پلازمېنې تاشکند ته ورسېد

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې دی، چېرته چې تمه ده سبا یو نړیوال کنفرانس جوړ شي.

ارګ ماڼۍ لیکلي چې ولسمشر غني ته نن په اسلام کریموف هوايي ډګر کې د ازبیکستان د صدراعظم عبدالله عارف اف او نورو چارواکو له خوا هرکلی وویل شو.

د بیان له مخې ولسمشرغني په تاشکند کې "د مرکزي او جنوبي اسیا، سیمه ییز اتصال، فرصتونه او ننګونې" په نوم نړیوال کانفرانس کې د ګډون لپاره ازبیکستان ته تللی.

په دې کانفرانس کې د اروپایي ټولنې او امریکا په ګډون د ۴۰ هېوادونو او سازمانونو استازي برخه اخلي.

دې غونډه کې پر اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي مسایلو سربېره د افغانستان او لویدیځو هېوادونو د اړیکو پر راتلونکې هم بحث کېږي.

افغان ولسمشر د غونډې په درشل کې غرمه مهال د ازبیکستان له ولسمشر شوکت میرضیاییف سره کتلي دي.