کندهار او هرات کې ۴ قاچاق کوونکي له نشه‌یي موادو سره ونیول شول

ارشیف، د نشه‌یي موادو نیول شوي قاچاق کوونکي

په کندهار او هرات ولایتونو کې څلور قاچاق کوونکي له څه د پاسه ۱۴ کیلوګرامه نشه‌يي موادو سره ونيول شول.

د کندهار ولایت پولیسو درې کسان هغه مهال ونیول چې غوښتل‌یې پنځه کیلوګرامه ښیښه او څلور کیلوګرامه هیروئین په بس موټر کې له فراه څخه کندهار او بیا له هغه ځايه کابل ولایت ته قاچاق کړي.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‌زاده ازادي راډیو ته وویل، یو سړی هغه مهال له پنځو کیلو او ۸۵۰ ګرامه چرسو سره یوځای ونیول شو چې دا مواد یې د هرات ښار په ۱۵مه ناحیه کې پر پرچون خرڅوونکو باندې پلورل.