د کندهار ځایي سرچینې: ارغنداب ولسوالۍ د طالبانو لاسونو ته ولوېده

د ارغنداب ولسوالۍ یوه څنډه

د کندهار ځایي سرچینو تایید کړې چې ارغنداب ولسوالۍ تېره شپه د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.

دا ولسوالۍ له ښار سره شااوخوا شل کیلو متره واټن لري او طالبانو یې هم د نیولو ادعا کړې ده.

پرون دغلته طالبانو د سپین بولدک په ولسوالۍ او ګمرک هم برید وکړ چې د راپورونو له مخې لا هم د ولسوالۍ ډېره برخه د دوی د وسله والو په لاس کې ده.

د ازادي راډیو خبریال وایي، نن سهار د چمن- سپین بولدک لاره هم د مسافرو پرمخ تړل شوې ده.

طالبانو ویلي، دوی له پاکستاني لوري سره تماس کې دي او هڅه کوي چې دا دروازه بېرته پرانیزي.

د کندهار د میرویس روغتون مسولینو ویلي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جګړو ۸ مړي او ۳۱ ټپیان ور وړل شوي دي.