جلال اباد کې چاودنې د یوې مېرمنې په ګډون ۲۱ تنه ټپیان کړل

جلال اباد

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې د یوې مېرمنې په ګډون ۲۱ تنه ټپیان کړل.

د ننګرهار د سیمه ییز روغتون یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د چهارشنبې(د چنګاښ ۲۲مه) په ماښام شا او خوا ۷ بجې تالاشۍ څلور لارې ته څېرمه د دوهمې امنیتي حوزې مربوط د پولیسو په یوه رېنجر موټر پسې نښلول شوي ماین چاودنه وکړه چې ۲۱ تنه یې ټپیان کړل.

د سرچینې په خبره، په ټپیانو کې د یوې مېرمنې په ګډونه شل تنه ملکیان او یو نظامي چې د دوهمې حوزې د امر مرستیال دی، شامل دي.

سرچینه په ټپیانو کې د یو تن روغتیایي وضعیت نازک بللی دی.

ځایي امنیتي مسؤلینو یوازي پېښه تائید کړې، خو د پېښې د زیان په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

د پېښې مسؤلیت هم تر دې دمه چا نه دی منلی.