"د جولای وروستۍ اوونۍ کې د امریکايي ځواکونو افغان همکاران ایستل کیږي"

د امریکا ویزه

جګپوړيو امریکایي چارواکو دا خبره تایید کړه چې د بایډن اداره غواړي د هغو افغانانو ایستل له افغانستانه د جولای په وروستۍ اوونۍ کې پیل کړي چې له امریکایي پوځیانو سره یې د تېرو نژدې شلو کلونو په موده کې کار کړی دی.

چارواکو اسوشیټېډ پرېس اژانس ته ویلي دي چې لومړی به هغه کسان چې د امریکا له متحد ایالاتونو څخه یې د کډوالۍ د ویزو غوښتنه کړې ده، وایستل شي.

پر ولسمشر جو بایډن د کانګرس د غړیو له لوري فشار دی چې دغه افغانان چې له امریکایي پوځیانو سره یې مرستې کړي دي د امریکایي پوځیانو تر وتلو مخکې له افغانستانه بهر کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره اوونۍ اعلان وکړچې ټول ځواکونه به یې د اګسټ تر اخره له افغانستانه ووځي.