چارواکي: هرات کې د پاشدان برښنا بند ۸۵ سلنه کارونه بشپړ شوي

د پاشدان بند کې رغنیز کارونه

د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د پاشدان د اوبو د بند د جوړېدو چارې د ناامنیو سربېره روانې دي.

د اوبو د ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک ازادي راډیو ته وویل: "د پاشدان بند د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي چې تراوسه یې پنځه اتیا فیصده کارونه بشپړ شوي دي. دا بند د اوبو مدیریت، د کرنیزو ځمکو خړوبولو، د موسومي سیلابونو کنټرول، د څښلو د پاکو اوبو د تنظیم او هېوادوالو ته د کار موندلو په پار جوړیږي."

د پاشدان د بند د جوړېدو کارونه نژدې لس کاله مخکې پيل شول.

ټاکل شوې ده چې پردې بند یو سل او اوولس میلیونه امریکایي ډالر لګښت راشي.

د پاشدان بند تر جوړېدو وروسته به هلته څلور پنځوس میلیونه مترمکعب اوبه زېرمه شي او دوه مېګا واټه برښنا به تولید کړي.

د دې بند د رغونې چارې په داسې حال کې روانې دي چې د هرات اکثر ولسوالۍ طالبانو نیولي دي.