جورج بوش له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو وتل تېروتنه بولي

د امریکا د متحد ایالاتونو پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش

د امریکا د متحد ایالاتونو پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو وتل یوه تېروتنه بولي.

ښاغلي بوش له جرمني رسنۍ دویچه ویله سره په مرکه کې پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲۳مه) وویل، دا وېره ورسره ده چې افغان نجونې او ښځې به له سختو مشکلاتو سره مخامخ شي.

ټاکل شوې ده چې د سېپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

له ننه نژدې شل کاله مخکې د جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پر وخت د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د طالبانو رژیم په کابل کې ړنګ کړ.