د بریتانیا د استخباراتي ادارې 'اېم.ای.فایف' مشر وایي چې د القاعدې خطر په افغانستان کې له منځه تللی دی.
کین میکالم پرون چهارشنبه(د چنګاښ ۲۳مه) په لندن کې وویل، په افغانستان کې شل کلنو هڅو ډېرې ژورې اغېزې لرلې دي: "د القاعده ترورستي شبکې بنسټ چې په دوه زره لومړي کال کې موږ په پراخه کچه ورسره مخامخ وو، له مودې راهیسې له منځه تللی دی. زه غواړم چې د هغو پوځي همکارانو درناوی وکړم چې د دوی د زړورتیا او قربانۍ له کبله مو دا مهم څه ترلاسه کړي دي."
په افغانستان کې د تېرو نژدې شلو کلونو په ترڅ کې د بریتانیا شااوخوا څلورنیم سوه پوځیان وژل شوي دي.
بریتانیایي چارواکو تېره اوونۍ وویل چې د دوی تقریباً ټول پوځیان له افغانستانه وتلي دي.