امریکا د طالبانو له لوري د افغان کومانډو علني اعدام وغانده

ارشیف، کمانډو سرتیري

د امریکا متحد ایالاتونو د طالبانو له لوري د یو شمېر افغان کومانډو ځواکونو علني اعدام وغانده.

د سپینې ماڼۍ ویاند نېډ پرایس دا ناوړه عمل وباله. ښاغلي پرایس پرون چهارشنبه(د چنګاښ ۲۳مه) وویل، واشنګټن د هغې ویډیو د رښتیاوالي په برخه کې شک نه کوي چې طالبان ۲۲ تسلیم شوي افغان کومانډو وژني.

'سي.اېن.اېن' ټلوېزیون د یوې ویډیو د تایید شوي تصویرونو په استناد راپور ورکړ چې دا پېښه د جون په میاشت کې د فاریاب په دولت اباد ولسوالي کې شوې ده.

په دې ویډیو کې معلومېږي چې ترجګړې وروسته کومانډو سرتیري تسلیميږي. بیا په ویډیو کې د دې کومانډویانو جسدونه پر مځکه ښکاري.