"د پاکستان پارلمان دې د شکنجه کولو د مخنیوي قانون تصویب کړي"

د پاکستان پارلمان

د بشري حقونو د څار ډلې او په پاکستان کې د عدالت غوښتنې په نوم یوې غیر دولتي موسسې د پاکستان له پارلمانه غوښتې دي چې ژر تر ژره د شکنجه کولو د مخنیوي قانون تصویب کړي.

دې ډلو پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲۳مه) وویل چې په دې ډول به د پولیسو په توقیف کې د شکنجې او د تشدد له امله د وژلو مخه ونیول شي.

دا لایحه سناتورې شیري رحمان وړاندې کړې ده او د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري تایید کړې ده.

که پارلمان دا لایحه تصویب کړي دا به لومړی ځل وي چې د پاکستاني پولیسو له لوري به شکنجه غیرقانوني کېږي.

د پاکستان په اساسي قانون کې شکنجه منع شوې ده، خو په سیمه ییز قانون کې شکنجه تېری نه ګڼل کېږي.