افغانستان کې له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

ارشیف، جلال‌اباد ښار کې د یوه ملکي وژل شوي کس مړی

ملګرو ملتونو په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو او د جګړو په سیمو کې پر خلکو د تېریو د ادعاوو په اړه د یو شمېر راپورونو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په پراخه کچه د وژنو، ناسم چلند او تبعیض په اړه ځوروونکو راپورونو وېره او ناامني رامنځته کړې او د دغه ډول کړنو له ترسره کوونکو سره باید حساب وشي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې ښکېلې غاړې مسؤلې دي چې د افغانانو وقار او بشري حقونو ته درناوی وکړي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو چې په تېر کې په ځانګړې بڼه له تبعیض سره مخامخ شوي دي.

ملګرو ملتونو له ټولو ډلو غوښتنه کړې چې د راروان لوی اختر په مناسبت دې اوربند اعلان کړي ترڅو افغانان په ارامه ساه واخلي او دا چاره له دوامداره او معنی لرونکو خبرو اترو سره هم مرسته کوي.