له پاکستان د چین غوښتنه: د وژل شویو چینايي کارکوونکو عاملانو ته سزا ورکړئ

د پاکستان په شمال کې د چین پولې ته نږدې د اوبو د برېښنا د یوې پروژې یو شمېر چینایي انجنیران او کارګران چې په نننۍ چاودنه کې وژل شوي دي.

چین له پاکستانه غوښتي چې د هغه بس چادونې عاملانو ته سخته سزا ورکړي چې د پاکستان په شمال کې د چین پولې ته نږدې د اوبو د برېښنا د یوې پروژې یو شمېر چینایي انجنیران او کارګران په‌کې ووژل شول.

په خېبر پښتونخوا ایالت کې د داسو پروژې تطبیق د چین د «یوه کمربند، یوې لارې» د سترې پروژې یوه برخه ده.

د پاسني کوهستان ولسوالۍ د پولیسو یوه افسر ازادي راډیو ته وویل چې دغه چادونه پر هغه بس شوې چې چینایي کارګران‌یې داسو بند ته لېږدول.

تر اوسه نه‌ده څرګنده دا په لاره کې خښ شوی بم و چې پر دې بس چاودلی او که کومه بله چاودېدونکې وسیله د بس دننه ځای پر ځای شوې وه.

تر اوسه په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو دقیق شمېر هم نه‌دی څرګند، خو د پولیسو چارواکو ویلي چې د نهو چینایي اتباعو او دوو پاکستاني پوځیانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیان وویل پاکستان باید د دې پېښې عاملانو ته سخته سزا ورکړي او هم په دې هېواد کې د چینایي اتباعو، ټولنو او پروژو امنیت خوندي کړي.