د شانګهای د همکارۍ سازمان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه وکړه

د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیران

د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو نن د غونډې په دوهمه ورځ په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه وکړه.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دوی د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د ثبات لپاره دې خپل دریځ پیاوړی کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د دې غونډې چې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه‌یې کوربنه ده، یو ګډونوال دی.

افغانستان، ایران، بلاروس او منګولیا د دې سازمان څارونکي غړي دي.

چین، هند، روسیه، تاجکستان، پاکستان، قرغزستان، ازبکستان او قزاقستان د دې سازمان دایمي غړي دي.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستي زیاتوالي ته پام د تاجکستان په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو د دې هېواد د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.