پاکستان: د داسو برښنا بند ۶ چینايي انجینران وژل شوي

ارشیف

د پاکستان په شمال کې چین پولې ته نژدې د اوبو د برښنا د یوې پروژې د چینایي انجینرانو او کارګرانو د سپرلۍ پر یوه بس چاودنه شوې او څو تنه په کې وژل شوي دي.

په خېبر پښتونخوا ایالت کې د 'داسو پروژې' تطبیق د چین د یوه کمربند یوې لارې د سترې پروژې یوه برخه ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دې پېښه کې د شپږو چینایانو او دوو پاکستاني پوځیانو په ګډون لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي.

په سیمه کې یوه پاکستاني جګپوړي چارواکي د خپل نوم نه افشاکېدو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه بس له ۳۰ زیات چینایايي انجینران د 'داسو' ښارپه شمال کې له یوه کمپه د داسو بند ته لېږدول.

د پاکستان جیو ټلوېزیون د رسمي سرچینو په حواله د وژل شوېو شمېر لس تنه ښودلی.

تراوسه د دې پېښې مسولیت چا نه دی اخیستی.