افغانستان کې روان کال د بادرنګو تولیدات زیات شوي

آرشیف

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وايي، روان کال د بادرنګو په تولیدات کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او ښه بازار هم لري.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، د روان کال تردې دمه چې لاهم د حاصل وخت یې دی د ټول هیواد په کچه یو لک او اتیا زره مټریک ټنه بادرنګ تولید شوي دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال افغانستان د څه باندې شپږ نیم میلیونه ډالرو په ارزښت، نږدې ۵۱ میلیونه ټنه بادرنګ پاکستان، تاجکستان او عربي متحده اماراتو ته صادر کړي وو او د سږ کال د صادراتو کچه لا تر اوسه نه ده معلومه.

د کرنې وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ نن سبا په کورنیو بازارونو کې یو کیلو بادرنګ له ۱۹ تر ۳۶ افغانیو پورې پلورل کیږي.