د سوداګرۍ وزارت: له افغانستانه چین ته ۶۴ سلنه صادرات زیات شوي

د هوايي دهلیز له لارې له افغانستانه صادراتي توکي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېرکال د لومړۍ ربع پرتله روان کال په همدې موده کې له افغانستانه چین ته په صارداتو کې ۶۴ سلنه زیاتوالی راغلی.

د دغه وزارت ویاند فواد احمدي ازادي راډيو ته وویل، له افغانستانه چین ته وچه مېوه، قمیتي او نیمه قیمتي ډبرې، چلغوزي، طبي بوتي، لاسي صنایع او نور تولیدي توکي صادرېږي.

ښاغلی احمدزي زیاتوي، د افغان حکومت په ځانګړي توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه او پالیسي دا ده چې بهر ته خپل صادرات زیات کړي.

دا یوازې چین نه دی چې روان کال ورته له افغانستانه صادارت زیات شوي، بلکې د صنعت وزارت په وینا د تېرکاله پرتله له افغانستانه اردن ته هم په صادراتو کې ۷۰ سلنه زیاتوالی راغلی.