کرونا ډېلټا؛ کولمبیا، اندونیزیا، بریتانیا، اسپانیا او امریکا کې ۳۰ زره پېښې

کولمبیايي روغتیاپالان

د نړۍ ځینو هېوادونو کې په هغو کسانو کې چې نه دي واکسین شوي د کرونا ویروس د هندۍ بڼې یا ډیلټا د سرایت راپورونه ورکړل شوي.

د کولمبیا، اندونیزیا، بریتانیا، اسپانیا او امریکا روغتیايي چارواکو پرون د ورځې له ۳۰ زرو زیات نوي مواردو تایید کړل.

د دې هېوادونو چارواکي له خلکو په ټینګار سره غوښتي دي چې ځانونه واکسین کړي او وايي چې د کرونا د ډېلټا بڼې ډېری نوي موارد په هغو سیمو کې لیدل شوي چې د واکسیناسیون کچه په کې ټیټه ده.

په امریکا کې په تېرو درېیو اونیو کې د کرونا د مثبتو مواردو شمېر دوه چنده زیات شوی دی که څه هم په جنوري میاشت کې چې دا ناروغي په چټکۍ سره په خپرېدو وه، د ورځنیو مثبتو مواردو شمېر حتی دوه نیم لکو ته رسېدلی و.

د کرونا د ډېلټا بڼې د مواردو د زیاتېدو راپور د نړۍ په نورو هېوادونو، لکه اسټرالیا، جنوبي کوریا، مالیزیا او ترکیه کې هم ورکړل شوی دی.