څلور ایراني وګړي په متحدو ایالاتونو کې د یوه دېره ژورنالیست د تښتولو په هدف د دسیسې جوړولو په تور په نیویارک کې محاکمه کېږي.
ویل کېږي دې ژورنالیست د ایران د حکومت له خوا د شوېو بشري سرغړونو په اړه تبلیغات کول.
د امریکا د عدلیې وزارت پرون د جولای په دیارلسمه په یوه بیان کې وویل، مشکوک تورن، یو د ایران د استخباراتو افسر او درې نور د ایران د استخباراتو د اړوندې یوې شبکې غړي وو چې چارواکو د ادعا له مخې د ایران د حکومت په مرسته یې د دې ژورنالیست د تښتولو پلان جوړ کړی و.
د عدلیې وزارت په بیان کې د ژورنالیست نوم نه دی اخیستل شوی، خو دومره ویل شوي چې د نیویارک د بروکلین سیمې اوسېدونکی ایراني الاصله امریکایی دی.
بیان زیاتوي چې تورنو غوښتل برمته له ځان سره ایران ته بوځي.