پولیس: نامعلومو کسانو کاپیسا کې یو دیني عالم وواژه

د افغانستان په نقشه کې د کاپیسا نقشه

د کاپیسا ولایت پولیس وايي، نامعلومو کسانو د دې ولایت یو دیني عالم په ډزو وژلی دی.

د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل چې د امام اعظم د دارالعلوم او مدرسې استاد او د کاپیسا د کوهستان د دوهمې حصې د ولسوالۍ د ظفرخېلو کلي امام قاري جان اغا نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲۳مه) سهار وختي جومات ته روان و چې پر لاره، وسله والو کسانو برید پرې وکړ او ویې واژه.

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.