افغان سفیر: که د سولې خبرې ناکامه شي د هند پر پوځي مرستو حساب کولای شو 

د افغانستان او هند ګډ بیرغونه

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی وایي، که له طالبانو سره د افغان دولت د سولې خبرې ناکامه شي نو افغانستان د هند پر پوځي مرستې حساب کولای شي.

نوموړي دا خبره واضح کړې چې دا به افغانستان ته د ځواکونو د استولو په بڼه نه بلکې د افغان ځواکونو د روزنې او په تخنیکي برخه کې د هغوی د ملاتړ په بڼه وي.

د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې چې د تېرکال د سېپټمبر له میاشتې راهیسې پیل شوي اوس په ټپه دریدلي او طالبانو یې پرځای په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر د نوي ډیلي ټلوېزیون ته دغه راز ویلي چې که موږ له طالبانو سره یوه سوله ییز جوړ جاړي ته ونه رسېږو، نو به ښایي دا هغه وخت وي چې موږ په پوځي برخه کې له هنده د مرستې غوښتنه وکړو.

هند چې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې یې شااوخوا درې میلیارډه ډالره پانګونه کړې په امنیتي برخه کې یې یو څه لاس نیولی دی.