تمه ده سل بریتانوي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي

ارشیف، افغانستان کې بریتانوي سرتیري

ټاکل شوې سل بریتانوي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي، څو د سفارت او ډیپلوماتانو امنیت وساتي.

د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخې دغه ځواکونه به د امریکایي شااوخوا ۶۵۰ سرتیرو په ګډون د هغو بهرنیو ځواکونو یوه برخه وي چې په افغانستان کې د نړیوالو پوځیانو د نژدې شل کلن ماموریت تر پایته رسېدو وروسته د سفارتونو او ډیپلوماتانو د امنیت د خوندي کېدو په هدف د یوې اوږدې مودې لپاره پاتېږي.

طالبانو چې په افغانستان کې یې د نړیوالو د هر ډول پوځي حضور له دوام سره مخالفت څرګند کړی، پرون سې شنبه (د چنګاښ ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې د کابل په هوایي ډګر کې د ترکي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو پر وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که ترکیه خپله پرېکړه بدله نه کړي هغه به د 'اشغال' دوام وبولي او پر وړاندې یې به هغه چلند وکړي چې تر اوسه یې د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې کړی دی.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن د تېرې پنجشنبې په ورځ د خپل هېواد د پارلمان یوې کمېټې ته ویلي و چې اکثره بریتانوي ځواکونه چې په افغانستان کې یې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوله له افغانستانه وتلي او پاتې نور به یې په دې نژدې ورځو کې ووځي.

له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د بریتانیا په پوځي ماموریت کې د دې هېواد شااوخوا ۱۵۰ زره پوځیانو برخه اخیستې او ۴۵۷ یې وژل شوي دي.