فرانسې له خپلو اتباعو وغوښتل چې له افغانستانه ووځي

د فرانسې ملي بیرغ

فرانسې پرون سې شنبې (د چنګاښ ۲۲مه) په افغانستان کې له خپلو اتباعو وغوښتل چې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله له دې هېواده ووځي.

په دې اړه په کابل کې د فرانسې سفارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې حکومت به د جولای په ۱۷مه نېټه یوه ځانګړې الوتنه دې کارته ځانګړي کړي څو له کابله ټول فرانسوایان بېرته هېواد ته ستانه کړي، دغه راز ویل شوي چې دغه الوتنه به وړیا وي.

سفارت ویلي چې دا د فرانسې ټولو اتباعو ته رسمي سپارښتنه ده چې له دغې ځانګړې الوتنې استفاده وکړي یادې له خپلو امکاناتو په استفادي سمدستي له دې هېواده ووځي.

سفارت دغه راز ویلي چې که څوک پاتېږي، د جولای له ۱۷مې نېټې وروسته یې له افغانستانه په خوندي ډول د ایستلو ضمانت نه شي کولای.

تر دې مخکې د هند او چین په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم له افغانستانه خپله اتباع ایستلي یا یې ورته له دې هېواده د ژر وتلو سپارښتنه کړې ده.

دا داسې مهال ده چې په افغانستان کې وسله والو طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتوالي په ترڅ کې د دې هېواد د خاورې پر ډېره برخه کنټرول ټینګ کړی دی.