کورنیو چارو وزارت د کابل په میوند واټ کې شوې چاودنه څیړي

د کابل میوند واټ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل د پرونۍ(سې شنبه-د چنګاښ ۲۲مه) چاودنې په اړه څېړنه کوي.

په دغه چاودنه کې چې پرون له غرمې وروسته په جاده میوند کې وشوه، څلور ملکي وګړي ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا ضیا ازادي راډیو ته وویل: "د دغې پېښې د عاملانو د موندلو لپاره پولیسو څېړنې پیل کړي، خو غواړم ووایم چې دا ډول تروریستي پېښې له دې مخکې وسله والو طالبانو کړي دي."

د دغې پېښې مسولیت تر اوسه چا نه دی اخیسی.

په افغانستان کې ملکي تلفات یوه د ډېرې اندېښنې وړ مساله ده. د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ وویل چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې په جګړو کې د ملکي تلفاتو شمېر د تېر ۲۰۲۰ میلادي کال د همدې مودې پرتله په سلو کې ۲۹ زیات شوي دي.