طالبانو د خوست د ولایتي شورا غړې زهره جلال خوشې کړه

د خوست د ولایتي شورا غړې زهره جلال

وسله والو طالبانو د خوست د ولایتي شورا غړې زهره جلال خوشې کړه.

زهره جلال چې د سې شنبې (د چنګاښ ۲۲مه) په ورځ له غرمې وړاندې د خوست ـ کابل په عمومي لاره کې د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند له کلنګار سیمې وسله والو طالبانو له ځان سره بیولې وه، پرون ماښام د قومي سپين ږیرو په منځګړیتوب بېرته خوشې شوه.

د ولایتي شورا د غړې زهره جلال زوی ایوب جلال؛ ازادي راډیو ته تایید کړه چې وسله والو طالبانو یې لومړۍ یوه خور او دوه وروڼه خوشې کړي او وروسته ماښام مهال یې مور له دوو نورو وروڼو سره خوشې کړه.

د هغه په وینا مور او دوه وروڼه یې د قومي مشرانو او مخورو د منځګړیتوب د هڅو په نتیجه کې خوشې شوي چې اوس د لوګر د ولایت مقام ته رسیدلي دي.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ ازادي راډیو ته وویل چې د ولایتي شورا غړې زهره جلال ماښام ناوخته اته بجې د ولایت مقام ته ور رسیدلې ده.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته تایید کړه چې د ولایتي شورا غړې او ورسره نور کسان دوی له ځان سره وړي و، خو د وړلو لامل او د پېښې په اړه یې نور جزییات ور نه کړل.