خلیلزاد دوحه کې له دواړو لوریو سره کتلي؛ د سولې خبرو پر چټکتیا خبرې شوي

زلمی خلیل‌زاد

زلمی خلیل‌زاد چې د یکشنبې په‌ورځ د سیمې په سفر راوتلی، دوحه کې یې د افغانستان د سولې په اړه له بېلابېلو لوریو سره خبرې کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي وايي، دواړه لوریو له خلیل‌زاد سره کتلي دي.

په دې لیدونو کې پر نورو موضوعاتو سربېره، هر څه ژر د شخړې په سیاسي حل بحث شوی او ترخوا یې د سولې خبرو په چټکتیا او اغېزمن‌توب هم خبرې شوي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل، لیدنه کې د سولې خبرو د روان بهیر د ستونزو په اړه هم بحث شوی.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري

اغلې انوري زیاته کړه: "دواړو لوریو په دې اړه چې هرڅه ژر باید ستونزې پای ته ورسېږي او د خبرو لړۍ چټکه شي، ټینګار وکړ. همدا ډول ښاغلي خلیل‌‌زاد د سولې له بهیر سره د خپل هېواد په ملاتړ هم ټینګار وکړ."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي خلیل‌زاد سره لیدنه کې راتلونکي کې د سولې مذاکراتو د پرمخ وړلو پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.

ده زیاته کړه چې د افغانستان پر وضعیت هم پوره بحث شوی، خو نوموړي په دې اړه ډېر جزییات ور نه کړل.

زلمی خلیل‌زاد داسې مهال دوحه کې له افغان او طالب پلاویو سره ګوري چې افغانستان کې تاوتریخوالی چټک روان دی او د کمېدو هېڅ څرک یې نه لیدل کېږي.

طالبان هره ورځ په ولسوالیو او ښارونو بریدونه کوي او افغان حکومت هم د مقابل برید خبره او دې ډلې ته د درنې مرګ‌‌ژوبلې اړولو ادعا کوي.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالات وايي، دوی په تل‌پاتې ډول د تاوتریخوالي د پای غوښتنونکي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون دوشنبه (د چنګاښ په ۲۱مه) رسنیو ته قطر ته د زلمي خلیل‌زاد سفر ته په اشارې وویل، هغه د تاوتریخوالي د کمېدو او سیاسي حل ته د رسېدو لپاره د متحده ایالاتو پیغام رسولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

پرایس زیاته کړه: "استازی خلیل‌زاد هلته'دوحه' کې دی. هغه به له دواړو لوریو وغواړي چې جدي خبرې اترې پیل کړي، څو وتوانېږي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه سیاسي تګ‌لاره جوړه کړي چې د یوې عادلانه او تل‌پاتې هوکړې لامل شي. دواړه برخې زموږ لپاره ډېرې مهمې دي. که یوه هوکړه عادلانه نه وي، دوام نه‌شي کولای او دا د یوه اصل په توګه زموږ د ټولو لپاره یو لارښود دی."

  • په افغانستان کې د ترکي ځواکونو د احتمالي پاتېدو ته د طالبانو ګواښ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند طالبان تورنوي چې تاوتریخوالی کوي، خو دا هم وايي چې نړۍ به په افغانستان کې د زور حکومت و نه مني.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا په یوه تازه اعلامیه کې چې نن سې شنبه (د چنګاښ په ۲۲مه) یې خپره کړې، په افغانستان کې د ترکي ځواکونو د احتمالي پاتې کېدو په اړه د ګواښ ژبه کارولې.

په افغانستان کې د ترکي ځواکونو د احتمالي پاتې کېدو په اړه طالبانو د ګواښ ژبه کارولې.

په دې اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې د ترکي عسکرو د پاتې کېدو پرېکړه ناسنجېده اقدام دی او دوی یې غندي، خو طالبان دا ګواښ هم کوي چې د ترکیې د دې پرېکړې پر ضد به هغه ډول وجنګېږي، لکه شل کاله چې د بهرنیو عسکرو پر وړاندې ودرېدل.

طالبان په ښکاره دا اعلامیه وروسته تردې خپروي چې د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان وویل، د کابل حامد کرزي هوايي ډګر د امنیت ساتنې په اړه له امریکا او ناټو سره هوکړې ته رسېدلی دی.

ترکیه به د دې پرېکړې پر بنسټ، افغانستان ته ډرون الوتکې، پوځي پرسونل او نور امکانات را لېږي، خو مالي او لوژستیکي ملاتړ به یې امریکا او ناټو کوي.

افغان حکومت لا له وړاندې د دې کار هرکلی کړی، خو دا یې هم ویلي چې ځواکونه یې د خپلې خاورې او خلکو د امنیت ساتنې لپاره چمتو دي.