انټرفاکس: روسي ډیپلوماټان په بلخ کې د روسیې له کونسلګرۍ وتلي

روسي ډیپلوماټان په بلخ کې د روسیې له کونسلګرۍ وتلي دي.

انټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړی چې روسي ډپلوماتان د حیرتان بندر له لارې د ازبیکستان پلازمېنې تاشکند ته انتقال شوي دي.

خو روسي چارواکو له افغانستانه د ډیپلوماتانو لېږد یو "مؤقتي اقدام" بللی دی.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت هم انټرفاکس ته تایید کړې چې روسی ډیپلوماتان ازبیکستان ته ور رسیدلي دي.

تر دې دمخه په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژارنوف ویلي و چې په بلخ ولایت کې د هغه هېواد کونسلګري به تر هغه پورې وتړل شي چې د افغانستان وضعیت روښانه نه شي.

هندي ډیپلوماتانو هم د یکشنبې په ورځ د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د دغه هېواد کونسلګري پرېښوده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په مزارشریف کې یې خپله کونسلګري نه ده تړلې خو هندي ډیپلوماتان د لنډ مهال لپاره د امنیتي وضعیت په خاطر له افغانستانه وتلي دي.

له کله چې د مې له لومړۍ نېټې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شول، د افغانستان د ګڼو نورو سیمو په څېر په بلخ ولایت کې هم طالبانو بریدونه زیات کړل او د یاد ولایت څو ولسوالۍ د دې ډلې او افغان پوځیانو تر منځ لاس په لاس شوې.