د ګرجستان پارلمان کې د واکمن ګوند او اپوزېسیون د وکیلانو ترمنځ اخ‌وډب شوی

د ګرجستان پارلمان کې د واکمن ګوند او اپوزېسیون د وکیلانو ترمنځ اخ‌وډب

د ګرجستان د پارلمان غونډه نن وروسته له هغه مختل شوه چې د اپوزېسیون ژورنالېستان د پارلمان ودانۍ ته ننوتل او ورسره د واکمن ګوند او اپوزېسیون د وکیلانو ترمنځ اخ‌وډب پیل شو.

دا هر څه وروسته له هغه پېښ شول چې صدراعظم ایراکلي غَریبا شویلي او د هغه حکومت ته د استعفا لپاره د معترضو خبریالانو ورکړل شوی مهلت نن غرمه پای ته ورسېد.

خبریالانو دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې تېره اوونۍ د یوه ټلوېزیوني چینل یو کمره‌من په پلازمېنه تبلیسي کې د یوه پرېډ پر مهال ووهل شو او ورپسې یې د مړینې خبر ورکړل شو.

د پارلمان په نننۍ غونډه کې د شخړې پر مهال د اپوزېسیون یو شمېر وکیلانو پر دریځ د ګرجستان بیرغ او د اروپايي ټولنې بیرغونه څنګ په څنګ کېښودل او د حکومت د استعفا غوښتنه‌یې وکړه.

همدا غوښتنه له دې یوه ورځ مخکې زرګونه کسانو د پارلمان د ودانۍ مخې ته د یوه پراخ لاریون په ترڅ کې وکړه.