لیتوانیا له اروپايي ټولنې پر بلاروس او لوکاشینکا د بندیزونو غوښتنه وکړه

د لیتوانیا او اروپايي ټولنې بیرغونه

لیتوانیا له اروپايي ټولنې غوښتي چې پر بلاروس او د دې هېواد پر ځواکمن مشر الکساندر لوکاشینکا له دې کبله نور بندیزونه هم ولګوي چې د بالتیک دې هېواد ته د غیر قانوني کډوالو جوپې استوي.

ویلینیوس پر مېنسک تور لګوي چې له غیر قانوني کډوالو څخه د اروپايي ټولنې د مخکېنیو بندیزونو په ځواب کې د دې ټولنې پر ۲۷ غړو هېوادونو د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزیر ګابریلیوس لاندس بیرګیس نن د جولای په ۱۲مه په اروپايي ټولنه کې له خپلو سیالانو سره په غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته له رسېدو سره سم وویل: "زما د هېواد لپاره تر ټولو مهمه د کډوالو بې‌ساري جوپې دي چې له بلاروس څخه د دې هېواد د حکومت په مرسته رارسېږي. فکر کوم زما د هېواد لپاره دا ساری نه‌لري، خو د اروپا لپاره دا لومړی ځل نه‌دی چې له کډوالو څخه د یوې سیاسي وسلې په توګه کار اخیستل کېږي."

لیتوانیا د لوکاشینکا له سرسختو منتقدانو څخه ده چې د ده د رژیم پر ضد یې د اروپايي ټولنې د سختو اقداماتو غوښتنه مخکې هم کړې ده.